د ریاستالوزارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د زمري ۲۸ مې د هېواد د خپلواکۍ بیرته ترلاسه کولو کلیزې په مناسبت په جوړ شوي غونډه کې دغه ورځ یوه تاریخي ورځ وبلله.
هغه وويل، دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې افغان ولس په لږو امکاناتو انګريز ته ماتې ورکړه او دا ورځ د هېواد په تاريخ کې نه هېرېدونکې او وياړونکې ورځ ده.
هغه ټینګار وکړ چې هغو اتلانو چې په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړي باید درناوی وشي.
نن دغه ورځ داسی مهال نمانځو چې اشغال کوونکي مو له خپلي خاوري شړلي دي.
د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وایي، که د ازادۍ اخېستل مهم دي نو ساتل یې هم اړین دي.
د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر دغه راز ویلي، چې د زمري د ۲۸مې نمانځل موږ ته داسې درس راکوي چې زموږ پلرونو په تش لاس د استعمارګرو پر وړاندې مبارزه وکړه او انګریزان يې مات کړل او د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه چې د دې ازادۍ ساتنه د ټولو افغانانو ديني او ملي وجيبه ده.