درې کاله وړاندې د اګست په پنځلسمه نېټه اسلامي امارت د هیواد واک ترلاسه کړ ، چې وروسته له هغې ورځې په افغانستان کې د ښځو ژوند، کاري فعالیتونو او زده کړه کې بدلونونه راغلل
په دې دریو کلونو کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوې او اسلامي امارت په هیواد کې د دیني مدرسو د شمیرو په زیاتولو سره د نجونو لپاره د ښوونځیو د تړلو تاوان جبران کړ.
له هغې وروسته د بشري حقونو د څار ادارې ۲۰۲۱ میلادي کال د افغان ښځو لپاره تر ټولو بد کال وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او په هېواد کې د ښځو د حقونو د تامین په شرط د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپیژني.
له همدې امله تر اوسه هېڅ هېواد نه دی چمتو شوی چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو سره، ډېرو نجونو او ښځو لاسي صنایعو او نورو سوداګریزو کارونو ته مخه کړې ده.
که څه هم ښځې له کاري او تعلیمي محدودیتونو سره مخ دي، خو د سوداګرۍ او لاسي صنایعو په برخه کې ورسره مرسته شوې ده.
خو نړۍ د افغانستان د ښځو پر مسئلې چوپه خوله پاتې نه شوه او په افغانستان کې د بشري حقونو د مسئلې په اړه یې ډېرې غونډې وکړې، چې ټولې یې یوازې د اندېښنې په څرګندولو پای ته ورسېدې.
د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو له جملې څخه تر ټولو لویه غونډه سږ کال د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو او د اسلامي امارت د استازو په حضور کې جوړه شوه، خو د دې غونډې په اصلي اجنډا کې د ښځو موضوع نه وه او اسلامي امارت د ښځو مسله د هیواد کورنۍ مسله وبلله او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسونه ونه کړي.
په وروستي مورد کې د کانګرس د بشري حقونو کمېټې د افغانستان په اړه د بشري حقونو د یو شمېر مدافعینو په حضور کې غونډه وکړه، چې په کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین غوښتنه وکړه.
اسلامي امارت له شلو کلونو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه واک ترلاسه کړ. د اسلامي امارت د درې کلنې واکمنۍ په موده کې پر ښځو په بېلابېلو برخو کې محدودیتونه لیدل شوي چې ملي او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي. خو سرپرست حکومت تل د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بهرني هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.