دلته د خلکو مبارزه په دردونو پورې اړه لري، د دې خاورې خلک تر بل هر څه زیات غمونه پېژني،
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته د افغانانو د ناقانونه مهاجرت بهیر خورا زیات شوی دی.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي دي چې په ګاونډیو هیوادونو کې د میشتو کډوالو ټول شمېر اوه میلیونه تنه او هېواد ته د راستنیدونکو کډوالو شمیر ۳.۷ میلیونه تنه دی.
ډېرۍ دغه افغان پناه غوښتونکي ناامني، بېکاري، بې وزلۍ او د تعلیمي شرایطو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لاملونه بولي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وایي: « د هغو ۸۰ زره پناه غوښتونکو له ډلې چې په اروپايي ټولنه کې یې د پناه غوښتنه کړې، له ۹۳۰۰ څخه زیات یې افغان اتباع دي چې دا په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۵ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه.په دغه سازمان کې د کم عمره ماشومانو د پناه غوښتنې تر ټولو زیاتې شمېرې ثبت شوي چې ۱۰۲۵ تنه دي»
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي: « د افغان پناه غوښتونکو له جملې څخه ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون کسان اروپا ته تللي دي چې تر ټولو زیات افغانان ایران ته تللي دي.»
د رژیم له بدلون مخکې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت وو، خو له وروستیو بدلونونو وروسته له ۵۰۰ څخه تر ۱،۵ میلیونه افغان کډوال ایران ته داخل شول.
خو ایران ته د کډوالۍ زیاتوالی د ایران حکومت او خلک اندېښمن کړي، ځکه چې د ایران د وخت بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې “د رژیم له بدلون وروسته، هغه هیواد په نړۍ کې د ترټولو لوی بې ځایه شوي نفوس کوربه دی.”
خو په تېر یوه کال کې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ننګونو سره مخ وو، ځکه د یوه افغان کډوال له خوا د یوه ایراني تبعه تر وژل کېدو وروسته ایراني وګړو د افغان کډوالو پر ضد د “مرګ پر افغانیت” شعارونه ورکول.
او په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا د یوه افغان ماشوم د شکنجې ویډیو خوا زیات غبرګونونه راپارولي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د “زما له ستوني خپله پښه لرې کړئ” هشټاګ سره د ایراني پولیسو پر ضد ډېر غبرګونونه پارولي دي.
باید وویل شي، چې ایران ته د شاوخوا ۷۰ سلنه افغانانو د کډوالۍ یو لامل په هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې د رژیم له بدلون وروسته په ایران کې د مېشتو کډوالو شمېر ۵ میلیونو ته رسېدلی او په تېر یوه کال کې ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي:«په ایران کې د مېشتو کډوالو شمېر ۳ میلیونه او له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو شمېر ۲.۷ میلیونه دی.»
پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی.
په هېواد کې د نظام له بدلون وروسته پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو له یوې نوې څپې سره مخ شو.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې څه باندې ۶۰۰ زره کسانو پناه غوښتې ده.
خو پاکستاني چارواکي دا شمېره شاوخوا اته سوه زره کسان بولي، چې په بېلابېلو دلایلو پاکستان ته تللي، چې درېیمو هېوادونو ته د تګ، د خپلو ماشومانو د زده کړو د دوام او یا له افغانستان څخه د بې روزګارۍ او بې وزلۍ له امله دې هېواد ته تللي دي.
خو د افغان کډوالو ۴۵ کلن کوربه هېواد د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د دغو کډوالو د جبري ایستلو لومړی پړاو د ۳۰ ورځو مهلت سره اعلان کړ او له پاکستانه د شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو شړلو یو نوی بشري بحران رامنځته کړ او په دې توګه په دې پړاو کې له ۴۰۰ زرو څخه زیات افغانان شړل شوي دي.
خو د دغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو شمېر یې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي او د هغوی د ستنېدو لامل یې د نیول کېدو وېره، د کوربه هېواد فشارونه، د کار نشتوالی او د کرایې د نه ورکړې په برخه کې ناغیړي ده.
د افغان کډوالو د اخراج دوهم پړاو د ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰مه په پاکستان کې پیل شو او پاکستان په دې پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته اخراج کړل.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمیشنر وایي: «له دوه میلیونو څخه زیات افغانان پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې ژوند کوي، چې له دې جملې څخه لږ تر لږه ۶۰۰ زره یې واک ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته پاکستان ته داخل شوي دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي: «په پاکستان کې د افغان کډوالو له ډلې یو میلیون او ۷۰۰ زره یې په “غیر قانوني” توګه ژوند کوي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي: « له پاکستان څخه څه دپاسه يو نيم ميليون افغان کډوال شړل شوي، خو اوسمهال په دغه هېواد کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال مېشت دي.»
ترکیه ایران او پاکستان کې هم د ناقانونه افغان کډوالو په پناه ځای بدل شوي دي .
د کډوالۍ نړیوال سازمان :«په ۲۰۲۳ کال کې تر ۶۸۵۰۰ ډېر افغان کډوال په دغو هېوادونو کې توقیف شوي وو.په دغو هیوادونو کې ۴۱ زره ۹۷۸ زره افغان کډوال د اوسیدو اسناد لري.
خو په دې وروستیو دریو کلونو کې د افغان پناه غوښتونکو په وړاندې د ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ پالیسي توپیر درلود.
په وروستي یو کال کې، پاکستان د رجسټرډ افغان کډوالو د استوګنې کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر دیرشمې پورې وغځول.
خو له بلې خوا په ایران کې له لسیزو راهیسې اوسېدلو سره سره افغان کډوال لا هم د اوسېدو کارت نه لري.
په همدې حال کې د نظام له بدلون وروسته ترکیې تر اوسه پورې د افغان کډوالو د کارتونو د ثبت او ویش لړۍ بنده کړې ده.
خو له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو ایستلو مهم لامل څه کیدلی شي ؟
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پلان له یو لړ ځانمرګو بریدونو وروسته پیل شو چې د اسلام اباد حکومت په دې باور دی چې د افغانانو له خوا ترسره شوي دي.
له بلې خوا یوه ایراني چارواکي د بې کارۍ د کچې د لوړوالي، ساري ناروغیو او د هېواد پر اقتصاد د لګښتونو لګول د افغانانو په زیان بولي.
د اسلامي امارت په جوړیدو سره د افغانستان تاریخ نوي پړاو ته داخل شو. د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، د اسلامي امارت له واکمنیدو څخه تر اوسه پورې اته میلیونه افغان اتباع ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي، هغه احصایې چې سرپرست حکومت یې ردوي.
او نن په همدې تاریخ کې د پولې بلې غاړې ته په زرګونو افغان کډوال د مهاجرت په درد اخته دي او معلومه نه ده چې د دې دوه لارې برخلیک به څه وي.