د زمري ۲۴ هغه ورځ ده چې د افغانستان سیاسي نظام بدل شو او د پخواني جمهوري نظام پر ځای اسلامي امارت رامنځته شو.
خو په دې درېو کلونو کې د افغانستان اقتصاد له کومو ستونزو سره مخ وو؟
په هېواد کې د اسلامي امارت تر واکمنیدو وروسته امریکا د افغانستان له ۹ میلیاردو ډالرو ډېرې شتمنۍ کنګلې کړې، چې د راپورونو له مخې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ۷ میلیارده ډالره په امریکا کې دي او پاتې نورې یې په اروپايي هیوادونو کې
اسلامي امارت د هېواد په اقتصادي برخه کې په خپل ټول توان سره په دې وتوانید چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د جدي میاشتې په ۱۵ نیټه د امو سیند د نفتي حوزې د استخراج تړون له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک کړي چې د ورځې له شلو زرو ټنو څخه ډیر تیل تولیدوي او له درې زره تنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده
که څه هم په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د هیواد مالي نظام تر بندیزونو لاندې و، خو اسلامي امارت وتوانید چې د هیواد له داخلي عوایدو څخه په لږو منابعو سره ځینې لویې پروژې بشپړې کړي.
په ۱۴۰۲ کال کې د اسلامي امارت تر ټولو مهمې اقتصادي لاسته راوړنې
د هېواد د اوو سترو کانونو د استخراج لپاره د ۶،۵ میلیارده ډالرو پانګونې جذبول.
له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا.
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل.
په ورځني معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوی.
د قوش تپې کانال د لومړۍ برخې بشپړېدل او د سالنګ د لویې لارې د یوې برخې بیارغونه.
د ایران، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، چین، قزاقستان او امریکا هېوادونو ته د صادراتو زیاتوالی.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شنوونکی په دې باور دی چې د هېواد د اقتصاد د ودې لامل د اسلامي امارت له خوا د اداري فساد له منځه وړل دي.
دا په داسې حال کې ده چې هیوادوالو له بیکارۍ څخه ستړي شوي او له اسلامي امارت څخه د کار غوښتنه کوي، خو پوښتنه دا ده چې آیا اسلامي امارت ددې ننګونو حل لپاره کوم پلان تر لاس لاندې لري؟
بلخوا یو شمېر شنوونکي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل د هیواد په اقتصادي برخه کې مهم بولي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په تیرو دریو کلونو کې د هیواد په اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ کړی او د هېواد اقتصادي ودې لپاره خپلې هلې ځلې روني ساتلي دي.