د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبر ورکړی، چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دغه نړۍوال سازمان په دوو جلا جلا بیانونو کې ویلي، چې امریکا پّ افغانستان کې د خوارځواکۍ او ژوند ژغورونکو برخو لپاره له افغانستان سره ۲۸۰ میلیونه دالرو مرسته کړې ده.
بل خوا انګلستان په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام سره ۵۰ میلیونه امریکایي ډالر مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د افغانستان لپاره د انګلستان هیواد د ۴۰ میلیونه پونډه مرستې چې له ۵۰ میلیونو ډالرو څخه زیات کیږي هرکلی کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرستې به له ۴.۲ میلیون څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي، شپږ نیم لکه ماشومانو او له نیم میلیون څخه زیاتو خوارځواکو میندو ته طبي خدمات او خواړه چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې دغې ادارې په افغانستان کې د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه.