د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان ویلي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې یې له ۱۵۰ افغانانو سره تر خبرو وروسته په دې پوه شول، چې نړۍ د افغانستان خلک له پامه غورځولي او د دوی د ژوند بدلون لپاره یې هېڅ کار نه دی کړی.
دغه نړۍوال سازمان په ډاګه کړې ده، چې د افغانان ننګونو ته د نړۍوالي ټولنې غبرګونونو ته په کتو سره د افغان ټولنې ناهیلې توب یې مستند کړي دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر یا او چا ویلي وه، چې ۴۸ سلني افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار ورا ویلي، چې په هېواد کې بشري حقونه د شریعت په رڼا کې خوندي شوي دي.