پر افغانستان د اسلامي امارت درې کلنۍ واکمنۍ سره همهاله د ملګرو ملتونونو د ښځو چارو ریاست په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اعلامیه خپره کړې ده.
د دې اعلامیې له مخې، اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې ۷۰ فرمانونه صادر کړي چې د افغان مېرمنو ازادۍ، حقوق او ورځني ژوند یې اغېزمن کړی دی.
دې ادارې زیاته کړه چې په تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت داسې محدودیتونه لګولي دی، چې د ښځو د کار کولو مخه نیولې، پارکونو، ورزشي کلپونو او نورو عامه ځایونو ته د ښځو او نجونو تګ منع کړي دي.
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وایي: « طالبانو (اسلامي امارت) په تېرو دریو کلونو کې جنسیتي محدودیتونه وضع کړي دي، چې په هغو کې د ښځو له کار څخه منع کول، د ښځو او نجونو له زده کړو منع کول، پارکونو، ورزشي کلبونو او نورو عامه ځایونو ته له تګ څخه منع کول شامل دي. دوی په دریو کلونو کې د ازادۍ د ۷۰ فرمانونو په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو حقوق او ورځنی ژوند تر اغیز لاندې راوستی دی.»
دغه بنسټ هم د افغان مېرمنو زړورتيا ستايلې او ویلي، دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو فعالان شتون لري او په هېواد کې دننه د دغه بنسټ تګلاره د ښځو پر پانګونې متمرکزه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، چې د شته ستونزو له امله د پوهنې، کار او بشري حقونو په برخو کې د ښځو د حقونو په تړاو د ځینې محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو بهیر ځنډېدلی دی.