د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په بګرام هوايي اډه کې د اسلامي امارت د بریا د دریمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې دغه ورځ یوه تاریخي ورځ وبلله.
نوموړي په دې مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له برابر شوي فرصت څخه سمه ګټه واخلي او له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې مراسمو کې ویلي، چې افغان مجاهد او قهرمان ولس په خپلو بې سارو قربانیو سره خپل سپېڅلی ارمان (خپلواکي) ترلاسه کړه.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني دغه راز د فلسطین ولس ته ډاډ ورکړ، چې خپل همت له لاسه ورنکړئ. ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې لکه څنګه، چې ازادۍ د اسلامي امارت په برخه شوه؛ داسې به تاسې هم د آزادۍ ورځ ولرئ.