د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بګرام په هوایي ډګر کې د اسلامي امارت د بریا درېمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت هیچ چاه ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي او د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد به ونه کارول شي.
په همدې حال کېد سرپرست حکومت سیاسي مرستیال، وویل، چې د سیمې او نړۍ وضعیت له نږدې څاري او سرپرست حکومت د سولې ملاتړی دی. هغه یو ځل بیا ټولو هېوادونو ته د مثبتو تعاملاتو ډاډ ورکړ او ویې ویل، دوی د ناسمو باورونو په تړاو هر چا سره خبرو ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، ګاونډيان دې اجازه ورکړي چې کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او نړیوال بنسټونه دې هم افغان کډوالو ته رسېدنه وکړي.
سیاسي مرستیال بې وزلي او لوږه هغه څه یاد کړل چې په خبره یې دوی ته په میراث ور پاتي دي، خو ښاغلي کبیر د فقر او لوږې پر ضد بشري مرستې، لنډ مهال لپاره مهمې یادې کړې.