امریکا پر اسراییلو د جېټ الوتکو او نورو پوځي وسلو د پلورو طرحه تصویب کړه چې ارزښت یې ۲۰ میلیارده ډالره یاد شوی دی.رویټرز خبري اژآنس د راپور له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړي، چې دغه هېواد پر اسراییلو د شل میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورل تایید کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو بلېنکن ویلي، پر اسراييل به د ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۵ اف جېټ الوتکې، د ۷۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت د ټانک مرمۍ او د ۵۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي نقلیه وسایط وپلوري. رویټرز خبري اژانس، د پنټاګون له قوله راپور ورکړی چې دغه وسلې او نظامي تجهیزات به د راتلونکو څو کلونو په لړ کې اسراييل ته ورکړ شي. په دغه راپور کې راغلي، تمه ده چې د اف ۱۵ جیټ الوتکو او بویینګ الوتکو تولید کلونه وخت ونیسي او اسراييل ته یې ورکړه له ۲۰۲۹ زیږیز کاله پیل شي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خولي لیکلي دی، چې امریکا د اسراییلو امنیت څخه دفاع ته ژمن دي او د اسراییلو دفاعي ورتیا پیاوړي کیدو په موخه دغه مرسته د امریکا ګټو لپاره یو حیاتي امر دي.