د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، د اسلامي امارت د بریا درېمې کلیزې په مناسبت غونډه کې، د زمري ۲۴مه، ۲۸مه او د غویی ۸ مه د بریاوو دا ورځې د هېواد د تاریخي ورځو په توګه یادې کړې دي. ښاغلي متقي زیاته کړي، لکه څنګه، چې د زمري ۲۴مه له امريکايانو څخه د هېواد او خلکو د ازادۍ ورځې په توګه نمانځو، دغه راز د زمري اتهویشتمه له انګريزي ښکېلاکه د افغانستان د استقلال د تر لاسه کولو او د غوايي اتمه، چې د اتحاد شوروي پر وړاندې د مجاهدينو بريا ده؛ د درناوي وړ ورځو په توګه هر کال نمانځو.
دغه راز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغې نمانځغونډه کې وویل، چې سرپرست حکومت له ټولې نړۍ سره د مثبتو اړیکو او متوازن سیاست غوښتونکی دی.