د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، د زمري په ۲۳مه د سه شنبې په ورځ د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې تحریک طالبان پاکستان دې پر خپل پخواني ګاونډي او «ورور» غوره ونه ګڼي .
نوموړي په دې غونډه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
ښاغلي منیر، په دې غونډه کې له پاکستاني طالبانو څخه د «ممنوعه ترهګرې ډلې » په توګه یاد کړ او په خبیر پښتونخوا کې د دې ډلي د بریدونو زیاتیدو څخه یې خبر ورکړ.
جنرال عاصم وویل: « له هغه ځایه چې ترهګرۍ ډلې نه شریعت او نه اساسي قانون مني، پاکستان هم دوي د پاکستانیانو په توګه نه مني.»
نوموړي په دې ناسته کې له افغانستان سره د پاکستان د پولو وضعیت په اړه وینا وکړه او وایي، چې «پاکستاني طالبان» د دې هېواد پر ضد خپل بریدونه د افغانستان له خاورې پلان وي.
پاکستاني چارواکو په وار وار له اسلامي امارت څخه غوښتې، چې له پاکستاني طالبان(ټي ټي پي) څخه ملاتړ بند کړي.
خو اسلامي امارت په وار وار ټي ټي پي ته پناه ورکول او د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې ګټه اخیستل رد کړي ده.