د زمري ۲۴مه د اسلامي امارت د بریا درېمه کلیزه نن په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو او ولولو سره ونمانځل شو. همدا راز په کونړ ولایت کې هم سلګونو قومې مشرانو نن ددغه ورځي درناوی په موخه راټول شوي او دغه ورځ یې ونمانځله.
دکونړولايت سلګونه قومې مشران نن ددغه ورځي ددرناوي په موخه راټول شوي او دشهيدانو او افغان اتلانو يادونه او درناوى يې وکړ.
دکونړ امنيه قومندان ضياالحق حامد وايي، اوس په هيواد کې اسلامي نظام قايم دى او نوري نړۍ ته به اسلام رسوو.
په همدې حال کې د کونړ والي قدرت الله ابو حمزه وایي،ې ازادې خپلواک لرلو ته وايي او ده،واد دخپلواکۍ په اخيستلو کې د ولسونو لويه ونډه وه.
ديادولو ده چې ددغه ورځي نمانځل دکونړ ولايت تر څنګ په ننګرهار لغمان او نوريستان ولاياتو کې هم په پوره ولولو سره ونماڼخل شو.