د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد له ملي ټلویزیون سره ځانګړي مرکه کې،آزادۍ د هر انسان اړتیا بللي او زیاته کړي یې ده، چې افغانان تربل هرچا د ازادۍ په ارزښت ښه پوهیږي. نوموړي زیاته کړي، چې د اسلامي نظام دوام لپاره باید ټول ولس او چارواکې خپل مسولیت درک کړي.
ښاغلي یعقوب مجاهد د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړي، چې افغانستان اوس یو منظم پوځ لري چې په ټول توان سره به د خلکو د مال، عزت او پولو څخه دفاع وکړي. همداراز د ملي دفاع وزیر ویلې، چې په وروستیو درېیو کلونو کې یې په زرګونه تنو پوځي روزنه لېدلي او ټول هغه وسایل او پوځي تجهیزات چې مخکې ویجاړ شوي وو بېرته رغول شوي.
له بلخوا په یاده مرکه کې مولوي یعقوب له نړیوالو غوښتنه کړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هوايي حریم کې د پاکستاني جنګي الوتکو د ګزمې په اړه ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي، چې اسلامي امارت ویلي، دوی یې تعقیبوي.