بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت د رسمیت ییژندلو پړاونه تېر کړي، خو ځینو ستونزو له امله چې ښځو لپاره رامنځ ته شوي، د اسلامي امارت رسمیت پیژندلو لړۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.
ښاغلي متقي زیاته کړه، له هېوادونو سره په اقتصادي، سیاسي، دیپلوماتیکو برخو کې ښې اړیکې، د استازولواو سفارتونو فعالیت دوام او د اقتصادي پروژو پیل د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې پړاوونه دي، خو یوازې رسمي اعلان یې پاتې دی.
هغه زیاته کړه، ځینې ستونزې شته چې د بېلابېلو هېوادونو سیاسي دریځ پورې اړه لري.
امیر خان متقي ي په دې مرکه کې زیاته کړه چې د داخلي امنیت په برخه کې ولس له سرپرست حکومت سره همکاري کوي.
په ورته وخت کې ښاغلي متقي ویلي، چې په ایران کې د افغان بندیانو د خوشې کولو په اړه یې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د اعدام مخه ونیسي.
امیرخان متقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ درې کاله تیریږي او تر اوسه هیڅ هیواد د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پیژندلو ته زرغون څراغ نه دی ورکړی.