هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند حکومت شلو افغان سکانو ته تابعیت ورکړی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کسان د هغو مهاجرو سیکانو له لومړۍ ډلې څخه دي چې شاوخوا سل ورځې وړاندې یې د دغه هېواد د تابعیت لپاره په آنلاین توګه وړاندیز کړی او د هند د تابعیت د تعدیل شوي قانون له مخې یې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی.
هندي ورځپاڼه زیاتوي: «۲۰ افغان سکهانو د هېواد د تابعیت د تعدیل قانون پر بنسټ تابعیت ترلاسه کړ. د 2010 کال راهیسې د شاوخوا 400 افغان سکانو د تابعیت غوښتنلیکونه تر غور لاندې دي او دوی د هند د تابعیت د تعدیل قانون پراساس د تابعیت ترلاسه کولو ښه چانس لري.»
یو شمېر شنوونکي د هند دولت دا پرېکړه یو مثبت ګام بولي او وايي د هغو کسانو لپاره چي تر امنیتي ګواښونو لاندې دي ملاتړ لپاره یوه مهمه پرېکړه ده.
د یادونې وړ ده چې هند په ۲۰۱۹ کال کې د تابعیت قانون تصویب کړ چې له مخې یې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هندوانو ته د تابعیت ورکول اسانه کېږي.