د افغانستان او پاکستان ترمنخ د ناندریو په دوام کې ، تیره ورځ (زمري،۲۲مه) د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوي، چې له امله دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کورنیو چارو وزارت د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته تاییدوي او وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستان دوه سرحدي پوستې هم لمنځه وړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتين قانع وایي، چې د ننګرهار ولایت د تورخم په «غورکي سیمه» کې د دیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرحدي پولیسو لخوا پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې شوې، چې افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړشوي او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستي له منځه تللې دي. . نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستاني ځواکونو لخوا د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي، چې په پایله کې یې یوه ښځه او دوه تنه ماشومان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي: « د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې د دیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرحدي پولیسو لخوا پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې شوې، چې افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړشوي او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستي له منځه تللې دي»
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا شخړه په داسې حال کې شوې، چې په ننګرهار او کونړ کې سرچینو د دغو ولایتونو په هوايي حریم کې د پاکستان د جنګي الوتکو د ګزمې خبر ورکړی دی.
اسلامي امارت ویلي دي چې دا موضوع به هم تعقیب کړي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت او پاکستاني پوځيانو ترمنځ وسله والې نښتې شوې وې، چې له امله يې د تورخم دروازه تړل شوې وه او همدا شان يې ملکي وګړو او د جګړې ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.