بهرنیو چارو وزارت له امیرخان متقي سره په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د هغه هېواد د ټاپي کمپنۍ رییس محمد مراد امانوف لیدنې خبر ورکړي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد ټکل په خپل اکس پاڼه لیکلي دي، چې په دې ناسته کي د دواړو هېوادونو له لخوا د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د غځولو پر وروستيو تياريو خبرې وشوې.
ټکل زیاته کړې،په دې کتنه کې دغه راز ښاغلي متقير ترکمنستاني لوري ته په ډاگه کړي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل ليکې غځول د اسلامي امارت په لومړيتوبونو کې دي او د افغانستان بېلابېلو ارگانونو د ټاپي پروژې اړوندې چارې بشپړې کړې دي. مولوي امير خان متقي هيله څرگنده کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې عملي چارې پيل شي.
د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف هم وويل، چې ترکمنستان پخپله خاوره کې د افغانستان تر پولې نلليکه غځولې ده او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې هم د ټاپي نلليکې د غځولو تيارۍ د بشپړېدو په حال کې دي او عملي چارې به ژر پيل شي.