د چاپیریال ساتنې ادارې چارواکو د یادې ادارې د تېر یوه کال لاستهراوړنو تشریح کولو خبريناسته کې ویلي، چې د چاپېریالي ککړتیا کمولو او مخنیوي په موخه یې په ټولیز ډول د ښارګوټو، لوړپوړیزه ودانیو، د ودونو تالارونو، فابریکو، د خښتو بټیو، رېګرېشنونو او مختلفو اصنافو له فعالیتونو څخه څارنه کړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي، په هېواد کې د شاوخوا شپږ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د اقلیم د بدلون او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د لسګونو پروژو د بیا پیل لپاره د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د دغه بنسټ د موندنو له مخې، د تودوخې زیاتوالی، پرله پسې وچکالۍ، د کرنیزو تولیداتو کموالی، داخلي کډوالۍ او د ځنګلونو له منځه تلل هغه بدې پایلې دي چې د هېوادوالو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
د دغه دفتر چارواکو دا هم ویلي چې افغانستان باید په رسمي ډول د نړۍ په هغه غونډه کې چې روان کال په اذربایجان کې جوړېږي، بلنه ورکړل شي.
خو افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د اقلیم د بدلون له امله یو له هغو زیانمن شویو هېوادونو څخه دی چې د هېواد وګړو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.