په هرات کې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له خوا د ځینو پروژو له پلي کېدو سره هم مهاله، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو ددغو ولسي پروژو د پلي کېدو هرکلی کوي.
دغه اوسېدونکي په هرات ښار کې د ولسي پروژو د پلي کېدو هرکلى کوي او له دغو بنسټونو څخه غواړي چې د ولسي پروژو د پلي کېدو بهير زيات کړي.
بل خوا د هرات د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې سرپرست محمد قاسم معراجوايي، چې USID په کرخ، کشک رباط سنګي او ګذرې ولسواليو کې لويې پروژې پلې کړي دي.
د شمېرو پر بنسټ، د USID موسسې د سړکونو د بیارغونې په برخه کې د پاکو اوبو د اوه شپیته څاګانو او د اوبو رسولو د شپږو شبکو پر جوړولو سربېره، د هرات ولایت د ولسوالیو په کچه هم لویې پروژې پلې کړې دي.