تېره شپه د کابل لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې په یوه مرسیډیز ډوله مسافر وړونکي موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي دي.
د دې برید مسوولیت داعش پر غاړه واخیست.اسوشیېټډ پرېس خبر ورکړی، چې داعش په یوه بیان کې اعلان کړی، چې د یکشنبې په ورځ یوه موټر کې چې د شیعه لږکیو د لېږدولو پر مهال یې چاودنه کړې شاوخوا ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
اسوشیتد پریس زیاتوي: «داعش د افغانستان په پلازمینه کابل کې د چاودنې مسوولیت منلی چې لږ تر لږه یو کس یې وژلی دی. له هغه وخته چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د افغانستان واک تر لاسه کړ، داعش وسله والو په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې بریدونه کړي دي.»
په دغه راپور کې ویل شوي چې د کابل دشت برچي سیمه څو ځلې د دغې ډلې له خوا په نښه شوی او پر ښوونځیو، روغتونونو او جوماتونو یې هم ستر بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی او ویلي یې دي چې داعش په هېواد کې له منځه تللی دی.