د تسنیم خبری آژانس د راپور له مخې، عبدالحمید خراسانی په وروستیو تیرو څو ورځو کې د اسلامي امارت د قوماندان په توګه داسې ویډیوګانې خپرې کړی چې په هغه کې د ایران او افغانستان د خلکو ترمینځ د اختلاف او تفرقې د رامینځته کولو هڅه کیږی.
د راپور له مخې د اسلامي امارت ویاند د ذبیح الله مجاهد، د ښاغلی خراسانی څرګندونې رد کړې او د تسنیم خبری اژانس دې راپور په غبرګون کې یې ویلی، چې دغه کس په افغانستان کې هیڅ رسمی مقام نه لری.
تسنیم خبري آژانس:«اسلامي امارت ته ددې ویډیوګانو په منسوبولو سره هڅه شوې ده چې د ایران او افغانستان تر منځ اختلافات زیات کړي او د دغه ډول اختلافاتو رامنځته کول به د ایران د حکومت او په هغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرینو ترمنځ ترینګلتیا لا پسې زیاته کړي.»
همداراز ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې دا ډول څرګندونې شخصي دي او اسلامي امارت پورې اړه نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.