د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیرې د افغانستان د اسلامي امارت په زندان کې د دریو امریکایي بندیانو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن دیکر په خپل اکس پاڼه لیکلي، چې امریکا هڅه کوي هغه درې امریکايي وګړي، چې د اسلامي امارت له خوا بندیان شوي دي ژر تر ژره خوشي کړي.
کرن دیکر دا هم زیاته کړه چې دوی به هیڅکله له خپلو کورنیو سره د رایان کوربت، محمود حبیبي او جورج ګلزمن د بیا یوځای کیدو هڅه ونه دروي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیره وایي: « موږ هڅه کوو چې ډېر ژر د افغانستان له زندانونو درې امریکايي اتباع خوشي کړو. موږ به هیڅکله هم د رایان کوربت ، محمود حبیبي او جورج ګلازمن خوشې کیدو لپاره خپلې هڅې پرې نږدو.»
بل خوا د سیاسي چارو ګڼ شمېر کارپوهان وايي، چې امریکا باید د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرداری ورنه کړي او د اسلامي امارت له حکومت سره د نړیوالو معیارونو او اصولو له مخې چلند وکړي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې یوازې دوه امریکايي اتباع رایان کوربت او جورج ګالزمن بندیان دي چې غواړي، دوي له هغو افغانانو سره تبادله کړي چې په امریکا کې بندیان دي.