دا شرکت چې ۵۶ کاله وړاندې جوړ شوی وو، په هیواد کې د دوامداره جګړو له کبله یې ماشینونه تخریب شوې وه او اوس بیا رغول شوې ده.
د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د بست په نوم د پنبې او غوړیو دولتي دا شرکت په هېواد کې د تېرو جګړو له کبله زیان لیدلی و چې تازه بیا ځل د حکومت په پاملرنه رغول شوی او فعالیت یې پیل کړی دی.
د پرانیستي پر مهال د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر له سوداګرو وغوښتل چې په هیواد کې دننه پانګونه وکړي تر څو د پردیو له اړتیاوو څخه خلاص شو.
مسؤلین وایي د هلمند بُست کارخونه د هیواد په کچه څلورم لوی تولیدي شرکت دی چې په ۲۴ساعتونو کې د ۱۰۰ټنه دانه داري پنبې د تولید وړتیا لري چې تولیدات یې مالوچ، غوړي، کونجاره او صابون دی.
د هلمند یو شمیر اوسیدونکې بیا د یادې فابریکې په فعاله کیدو حوښ دي، خو له حکومت څخه د لا زیاتو کاري فرصتونو د برابریدو غوښتنه لري.
یاده دي وي چې تر دې وړاندې د هیواد په جنوب غرب زون کندهار ولایت کې هم د نساجي په نوم د نخي او پشمي په نوم یوې لوي تولیدي کارخوني په فعالیت پیل وکړ چې ۱۴۰۰۰کسانو ته پکښې د کار زمینه برابره شوې ده.