د نيمروز زرنج ښار يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي چې د ګرمۍ له ډېرېدو سره دوى اړ دي چې د څښاک پاکې اوبه له خصوصي شرکتونو په لوړه بيه واخلي.
په همدې حال کې د نیمروز اوبو رسونې رییس وایي، چې اوس مهال دولس زره د اوبو پیریدونکي لري، په داسې حال کې، چې د اوبو سیمه یوازې د اته زرو اړمنو اړتیا پوره کولي شي.
د نیمروز ولایت مرکز، زرنج ښار د ځمکې لاندې اوبه تروي(شور) دي ، خو د دغه ښار ډېری اوسېدونکي په سیمه کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله د څښاک اوبه له خصوصي شرکتونو څخه په لوی بیه پیري.