د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي، چې د زمري ۲۴ مې فتحې ورځي لپاره بیرنۍ امنیتي تدابیر ترلاس لاندې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پنجشیر ولایت اوسیدونکي او سیلانیان کولي شی، د زمري په ۲۴مه ورځ د اسلامي اصولو په رڼا کې جشن ونیسي.
د پنجشیر امنیه قوماندانۍ په خبر پاڼه کې راغلي دي« مونږ چا ته اجازه نه ورکوو، چې ستاسو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.»
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴ مه له افغنستان څخه د بهرنیو سرتیرو په وتلو سره، اسلامي امارت بیا ځلي واک ته ورسید.