په ننګرهار ولايت کې غالۍ اوبدونکي ميرمني د کارځاى له نشتون څخه سرټکوي او وایي، دسم او مناسب کارځاى دنه لرلو له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس اوګريوان دي.
دغه ميرمني چې د څپرګيواو زړو برنډو لاندې غالۍ اوبې ،وايې دبارانونو او لمر له امله يې کړي کارونه په اوبو لاهوشې. دوي دغاليو اوبدونکو لپاره ځانګړى شوي دکارځايونو دويش غوښتنه کوي. یو له دې مریمنو وسيمه وايې، دمناسب ځاى دنه لرلو له امله يې کړي کارونه زيانمن شې او تعاونونه کو.
ذاهېده چې دغاليو ابدلو کارګاه لري او ګڼ شمير مير مني ورسره په کار بوختي دې وايي، دخانکي ښارګوټي کې دې ورته نمري وويشل شې تر څو وکولاى شې په ډاډه زړه مناسبي ودانۍ جوړي کړي او په خپلو پښو ودريږي.
غالۍ اوبدونکې مڼه هم ورته ستونزه لري او له اسلامې امارته دځمکې دويش غوښتنه کوي.
دننګرهار دصنعت او سوداګري رٸيس سيد عبدالبصير وايې، د اسلامي امارت رهبرد فرمان په اساس به دياد و مير منو ستونزوته رسيدنه وکړي او دځمکې دويش چار به پيل کړي.
ديادولوده،چې دمګړي دننګرهار ولايت په بيلا بيلو سيمو کي سلګونه مير مني دلاسې صناعيو په برخه کې په کارنو بوختي دې او دکورنيو دسرپرستي مسوليتونه ورتر غاړي دي. خو ديو واحد مرکز نه شتونه يې چاري دخنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.