ایراني رسنیو ویلي چې د داعش خراسان څانګې له جوړېدو راهیسې، په ډیری هیوادونو کې لوی او واړه بریدونه ترسره کړي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو سره د داعش ډلې فعالیتونه کم شوي او دغه ډله په پټه فعالیتونه کوي.
د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړي: «ایران او افغانستان له یو بل سره د هراړخیزو پوځي او امنیتي همکاریو سربیره کولای شي د داعش ډلې د امنیتي کړکیچ د حل لپاره د نورو هیوادونو نظر هم جلب کړي. ځکه دغه ډله د سیمې د حکومتونو لپاره یو ګډ ګواښ دی او د هغوی له ملي امنیت سره مستقیم تړاو لري.»
په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې دغې ډلې شاوخوا پنځه زره سرتېري درلودل چې اوس دغه شمېر کم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړي دی، چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه او شتون ریښتنۍ نه دي او دغه ډله په هېواد کې په بشپړه توګه لمنځه تللي ده.