له کندهار څخه اروزګان ولایت ته غځیدلې لویه لاره چې ډیره یې خامه لږ یې قیر شوې خو کنډ او کپر ده.
دا لاره چې ۱۷۳کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار او اروګان ولایتونه سره نښلوي.
پر دې لویه لاره موټر چلونکي وایي، هر ځل له تګ وروسته یې موټرونه خرابیږي او په ساعتونو، ساعتونو د سړک د زیات خرابوالي له کبله ستړی سفر کوي.
دوی له اسلامي آمارت څخه د یادې لویي لارې د رغولو غوښتنه کوي.
د اروزګان ولایت اوسیدونکې بیا وایي، چې د لارې د خرابوالي له کبله یې ناروغان تر کندهار ښار پوري د رسیدو پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
اوسیدونکې وایي وړاندې هم دا لویه لار ویجاړه وه، خو په دې وروستیو کې وروښتونو یو ځل بیا ډیره تخریب کړې او د تګ راتګ لپاره یې ډیره ستونزمنه کړې ده.
په ورته وخت کې د ارزګان والی ویاند اغا ولي انعام، د موټرو چلونکو او مسافرو دغه ستونزي مني او وايي ديادي لاري موضوع یي د ټولګټو چارو وزارت او د اسلامي امارت د مشرتابه سره شریکه کړي ده او هيله لري چې ژر به يې د رغيدو چاري پيل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د کندهار او اروزګان ولایت د یوې ولسوالۍ دهراوت د نښلولو په موخه د قیر شوي سړک چارې رواني دي چې لومړنۍ چارې یي بشپړي شوې او قیر کیدو ته نیږدې شوې دي.