د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په تېر کال کې ۵۷۶۶ افغان کډوال چې په پاکستان او ترکیه کې بندیان وو، خوشي شوي او خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له دې ډلې څلور زره نور چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وه، هم هېواد ته راستانه شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالیسۍ رئیس محمود الحق احدي ټینګار کوي چې په پاکستان او ایران کې د ۶۰۰ افغان کډوالو لپاره د حج د فریضې د ادا کولو زمینه هم برابره شوې ده.
ښاغلي احدي ویلي، چې د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه یې له ۹۳ بنسټونو، ۷ ادارو او ۱۴ نورو ښوونیزو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، د مهاجرینو د دایمي هستوګنې لپاره ۱۳ د استوګنې کورونه رغول شوي او لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.