په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ وايي چې د پاکستان د کراچۍ له یوه زندانه شپږ تنه افغانان خوشې شول.
د خبرپاڼې پر بنسټ دا کسان د سولجر بازار په سیمه کې د پولیسو په توقیف خونه کې بندیان وو.
کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وایي:«د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ په هلو ځلو زموږ شپږ تنه هیوادوال په سولجر بازار کې د پولیسو له منګولو ازاد شول. دغه افغانان چې د کډوالۍ کارتونه يې درلودل د يادې ولسوالۍ د پوليسو له خوا د نامعلوم دليل له مخې نيول شوي دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو د کډوالۍ کارتونه هم درلودل خو د نامعلوم دلیل له مخې نیول شوي دي .
کراچۍ له هغو ښارونو دی چې سلګونه افغانان پهکې په میاشتو میاشتو بندیان وو. پاکستان له تېر نومبر څه باندې شپږ لکه افغانان په جبري توګه له خپلې خاورې ایستلي چې ورسره د افغانستان بشري بحران لا پسې زیات شوی دی.