د ټولګټو وزارت وایي، د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د سالنګ لویه لار د باروړونکو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.
یاد وزارت نن (یکشنبه، د زمري ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چې د سالنګونو لويې لارې د دريو برخو پاتې کار پيل شوی او د دې برخو د کانکریټ اچونې چارې په نږدې ورځو کې پیلیږي؛ په همدې موخه د کار د چټکتیا او د ټرانسپورټي چارو د لاښه تنظيم لپاره دغه لار د ټولو باروړونکو او لویو مسافروړونکو وسايطو موټرو پر مخ تړل کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کوچني مسافر وړونکي وسایط کولی شي شپه او ورځ د یادې لویې لارې له چمتو شوي فرعي مسیر څخه تګ – راتګ وکړي.
ددې لویې لارې د سالنګ تونل چارې تېر کال بشپړې شوې خو اوس له تونله د باندې سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي.