د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د ایران د صنعت کارانو د لویې ټولنې «فولاد مبارکه» له استازو سره کتلي دي. په دې کتنه کې ایراني لوري د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي زون جوړولو، اورګاډي پټلۍ جوړولو، کانونو د استخراج، د اوسپنې د پروسس د یوې فابریکې جوړولو او نور برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزی وایي : « د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت او دغه وزارت د پانګونې لپاره د پام وړ اسانتیاوي برابروی او د هېواد ګټو په پام کې نیولو سره، موږ چمتو یو چې له ایراني پلاوي سره همکاري وکړو او د لا زیاتو بحثونو لپاره یو تخنیکي ټیم معرفي کړو.»
په دې غونډه کې په افغانستان کې د ایراني سوداګرو پانګونه مهمه وبلل شوه او د اسلامي امارت چارواکو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د ایراني پانګوالو لپاره زمینه برابره کړي.
د یادولو ده، چې تر دې وړاندې هم ایراني پانګوالو د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا او جديت څرګند کړی و.