د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست، د اسلامي امارت په بند خونو کې د زنداني دریو امریکایي وګړو خوشي کیدو لپاره د هڅو دوام خبر ورکړي دي.
ښاغلي ویست په خپل اکس پاڼه کې لیکلي، هڅه کوي، چې دوي خپلو کورنیو ته وګرځي. دا په داسې حال کې ده، چې د راپورنو له مخې، رایان کوربت، محمود حبیبي او جورج ګلزمن درې امریکایي وګړي دی، چې د اسلامي امارت په بندخونو کې شپې سبا کوي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت په بند کې د امریکایی وګړي، ریان کوربیټ مېرمن، انا کوربیټ د امریکا له ولسمشر، جو بایډن غوښتي چې د رایان کوربیټ ازادولو په برخه کې پر خپلې ژمنې عمل وکړي. انا کوربېټ له سي بي اس ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، بایدن باید د دې د خاوند خوشي کیدو لپاره پر خپلي ژمنې عمل وکړئ.
خو بل خواد امریکا په استازو جرګه د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال وايي، چې د جو بایډن دولت لا هم د رایان کاربیټ د خوشې کولو کوم پلان نه لري. مایکل مک کال وايي، بایډن په وار وار غوښتنو سره سره د ریان کاربیټ له مېرمنې او کورنۍ سره نه دی لیدلی.