په دې وروستیو کې د ایران د پولیسو له خوا د یوه افغان کډوال د ربړولو ویډیو په خپرولو سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د پولیسو له خوا له ځینو افغان کډوالو سره ناوړه چلند او شکنجه په کلکه وغندله.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد ټکل ویلي، چې ځینې کړۍ هڅه کوي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابه کړي.
له بلې خوا په ايران کې د افغانستان سفارت استازو په ايران کې د ربړول شوي افغان کډوال سيد مهدي له کورنۍ سره ليدلي او وايي چې د دغه هېواد د پوليسو له خوا د شکنجې او ناوړه چلند موضوع يې تر څېړنې لاندې نيولې ده.
د دغه ټپي شوي کډوال کورنۍ وايي چې زوی یې کوڼ دی او په دې پېښه کې فزیکي ټپي شوی دی.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې خړې پړي کړي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د دغه هېواد هېڅ چارواکي یا ادارې د کډوالۍ ضد دریځ نه دی منلی او دا ډول ادعاوې د بهرنیانو پروژه ده.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان په وروستیو اوونیو کې زرګونه افغان کډوال له خپلو هېوادنو شړلي دي. د باختر آژانس په تازه راپور کې ویلي دي چې تېره ورځ ١٥٠ تنه افغانان له ايران او پاکستان څخه شړل شوي دي.