د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر رابرټ ډېکسن د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس مولوي ذاکر سره لیدلي. دې لیدنه کې ښاغلي ډېکسن د اسلامي امارت له چارواکو سره دوامداره ناستې زیاتې ګټورې بللې او زیاته کړې یې ده، چې لندن له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو د پراخېدو په برخه کې همکاري کوي.
د ارګ خبرپاڼه راغلي: « له نړۍ سره تعامل او مثبتې اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دي. افغانستان او برتانیه هڅه کوي چې د اړیکو پراختیا او د متقابلو فرصتونو څخه کار واخیستل شي. پر افغانستان لګول شوي بندیزونه د حل لاره نه ده او ډېر تاوانونه یې د دې هېواد خلکو ته رسیږي.»
بل خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي په افغانستان کې د بریتانیا چارسمبالي سره کتلي دي په دې کتنه کې د روغتیايي سکټور برخه کې پر همکارۍ او روغتیايي برخه کې د نړیوالو مرستو په تړاو خبرې وشوې.
په همدې حال کې ښاغلي جلالي د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه وګڼله او د یاد هېواد له شارژدافیر څخه په دې برخه کې د مرستو د جلب غوښتونکی شو. بل لوري د یاد هېواد شارژدافیر په دې کتنه کې په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکارۍ ډاډ څرګند کړي دي.
د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې اسلامي امارت چاته ستونزې نه جوړوي او هڅه کوي د سیمې او نړۍ په کچه د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو اړخونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.