دغه دوه دښمنۍ چې د پکتیا ګردې څېړۍ، وزې او د پکتیکا نکې ولسوالۍ د څو قومونو تر منځ د ځمکې او غرونو په سر رامنځته شوې وې، شاوخوا سل تنه په کې وژل شوي وو.
د کورنیو او کډوالو چارو سرپرست وزیران سراج الدین حقاني او خلیل الرحمن حقاني او د ځدراڼو قومي مشر په هڅو د پکتیا ګردې څېړۍ، وزې ځدراڼ او د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ د څو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو په سر سل کلنه بدي په روغه جوړه پای ته ورسېده . د قومونو تر منځ په دې دواړو شخړو او تربګنیو کې چې یوه یې اتیا او بله یې له سلو کلونو هم اوږده مخینه لري، د ښکیلو غاړو ترمنځ یې شاوخوا سل کسان وژل شوي دي
. د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دې بدۍ تر حل او فصل وروسته ویلي، د قومونو ترمنځ روغه او جوړه د افغان ملت د یووالي لپاره ستر ګام دی
سراج الدین حقاني د ښکېلو اړخونو ترمنځ د یووالي، زغم او بخښنې په اړه ویلي، تېرو شلو کلنو کې ناخوالو او جګړو ته تاریخي بخښنې د پای ټکی کېښود. نوموړي له ټولو قومونو غوښتي، چې یوبل ته بخښنه وکړي او باثباته او سوله ییز ژوند په لور دې ګام واخلي.
بل خوا قومي مشران او د سیمې اوسېدونکي دا پرېکړه د سویل ختیځ زون په کچه د شخړو د هواري او پخلاینې تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي، چې نور د قومونو ترمنځ د ورورګلوۍ فضا جوړه او د وینو تویېدو مخه ونیول شوه.