بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري غزه کې پر یوه ښوونځي د خونړي برید په غبرګون کې غوښتنه کړې، چې په غزه کې د نسل وژنې د مخنيوي لپاره د اسراییلو په وړاندې سیمه ییز او نړېوال ګامونه پورته شي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره د غزې تړانګې په مرکز الدرج سیمه کې د فلسطیني مهاجرینو په ښوونځي باندې د اسراییلو برید چې په پایله کې یې تر سلو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونو فلسطینیان ټپیان شوی، په کلکو ټکو غندلي. د ویلوه ده، چې اسرائیلو دغه برید د التابعین په نوم پر هغه ښوونځي کړی، چې جګړه ځپلي کډوال پکې مېشت ول. برید سهار مهال هغه وخت وشو چې مهاجرینو په سهار په لمانځه بوخت ول او د د اسراییلو پوځ لخوا په نښه شول.