د اقتصاد وزارت سرپرست دين محمد حنيف په کندهار کې يوې خبرې غونډې ته وويل، نړيواله ټولنه هڅه کوي، چې په بانکي بنديزونو سره د افغانستان لپاره ننګونې او له هېواد سره اقتصادي جګړه رامنځ ته کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اقتصاد وزارت سرپرست د کندهار نساجي فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون په موخه کندهار ولايت ته سفر کړى و او دغه څرګندونې يې په دغه ولايت کې وکړې.
د اقتصاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان پر اقتصادي سکټور د بندیزونو په لګولو سره نړیواله ټولنه غواړي دغه هېواد له ستونزو سره مخ کړي او په حقیقت کې یې له موږ سره اقتصادي جګړه پیل کړې ده»
خو د نړیوالې ټولنې له دې محدودیتونو سره سره د ټولټال ۲۲۷ پروژو له ډلې څخه ۸۶ یې بشپړې شوي او ۱۴۱ رغنیزې پروژې تر کار لاندې دي.
په همدې حال کې اقتصاد وزارت وايي چې اسلامي امارت اوس مهال د دغو ټولو پروژو مالي لګښت د افغانستان له کورنۍ عوایدو څخه ورکوي.