په بامیانو کې د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا وایي، چې نن سهار د یاد ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او د دوو ښځو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان شوي دي. په همدې حال کې د بامیانو والي د رسنیو دفتر هم ویلي، چې د دې ولایت مرکز کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله درې تنه ټپیان شوي دي.
بل خوا د کونړ ولایت ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ ارړوند شاوخوړ سیمه کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ کسان ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او قوانینو او خوندیتوب ته نه پام او حتی د نشې په حالت کې موټر چلول ځینې هغه عوامل دي چې په هېواد کې یې خلک د ترافیکو پېښو او مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل ګڼي.