په کابل کې یو شمېر لاس پلورونکي په وروستیو میاشتو کې د بې وزلۍ له زیاتوالي سرټکوي اوزیاتوي چې په هېواد کې د بې وزلۍ زیاتوالي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
بشیراحمد، چې له نږدې درېیو کلونو راهیسې بېکارۍ یې ژوند ور تریخ کړی دی، د پور اخیستو لپاره د تره زوي دفتر ته ځي، نوموړي وايي چې د ژوند دوام ورته ستونزمن شوی او د کورنۍ بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو توان هم نه لري.
شهاب چې د پلازمېنې په بله څنډه کې د ټايرونو په پلورنځي کې کار کوي، وايي بېکارۍ او بې وزلۍ يې د زده کړو مخه نيولې او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره د کابل پر سړکونو کار کوي.
تنگدستی روایت تلخ شماری زیادی از شهروندان افغانستان است و برخی هم اینگونه از چالشهای اقتصادی شان سخن می زنند.
بې وزلي د ډېرو افغانانو ترخه کیسه ده او ځینې یې د خپلو اقتصادي ننګونو په اړه غمجنۍ کیسې کوي.
د کابل ښار دغه اوسیدونکي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې په هیواد کې د فقر او بیکارۍ د زیاتیدو مخه ونیسي او د کار زمینه ورته برابره کړي.