د فاریاب ولایت د کرنې ریاست یک ټلویزیون ته وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات شوي دی.
دغې ادارې په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلاتو زیاتوالي لامل پرله پسې بارانونه او پر بڼوالو او بزګرانو د کرنیزو سرې وېشل بولي.
په همدې حال کې د قیصار ولسوالۍ باغ لرونکي د خپلو محصولاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو له اسلامي امارت څخه د لا زیات ملاتړ غوښتونکي دي.
بل خوا، ځینې باغلرونکي د زیاتو سړو خونو پر رامنځ ته کیدو ټینګار لري او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د فاریاب دې ولسوالۍ ته د برېښنا لیږد لارې چارې برابري کړي.
د فاریاب قیصار ولسوالۍ د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو سره د هېواد په شمال کې یوه مهمه کرنیزه سیمه پیژندل شوي ده.