د داعش ډلې د نفوذ د پراخېدو په اړه له اندېښنو وروسته دا ځل د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال امنیت شورا ته په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی کړی او د دې خطر شته دا ډله به له افغانستان څخه بهر ځینې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو کې عمومي منشي مرستیال ولادیمیر وورنکوف په افغانستان کې د داعش او ترهګرو ډلو فعالیتونه یوه جدي اندیښنه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې نړۍ باید د افغانستان د ترهګرو ډلو د یرغمل کیدو د مخنیوي لپاره یو موټي شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادمیر ورونوکوف وایي: «داعش خراسان په تیرو شپږو میاشتو کې خپل مالي او لوژستیکي ظرفیتونه ښه کړي او د خپلو ځواکونو د ګمارلو هڅې یې هم زیاتې کړي دي. په افغانستان کې د داعش او ترهګرو ډلو فعالیت اوس هم یوه جدي اندیښنه ده، موږ باید متحد شو چې افغانستان بیا د ترهګرو ډلو له خوا یرغمل نه شي.»
په همدې حال کې د سلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د موجودیت په تړاو د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې ځایه او پروپاګند آمیزه دي. د ښاغلي مجاهد په وینا، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعشي پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه کړې او هغوی یې سخت ځپلي دي.مجاهد ویلي، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر بشپړ تسلط لاندې او هیڅ خپل سرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و چې داعش خراسان په افغانستان او پاکستان کې ځای پر ځای شوي او په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخوي.