عامې روغتیا وزارت وایي، چې نن (زمري،۲۰مه) د هېواد په ځینو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو. خبر پاڼه د دې خبر ترڅنګ له ټولو کورنیو غوښتي چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې ونډه واخلي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان عمار وایي، چې دغه کمپاین په ارزګان، زابل، کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د څلور ورځو لپاره پیل شوي دي. د نوموړي په خبره په دې کمپاین کې به 2.4 میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین وشي.
د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د لهمنځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ پهدې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.