د ورېښمو لویه لار، هغه سړک چې افغانستان د اسیا له ستر اقتصادي ځواک سره نښلوي.
د بدخشان د سړک جوړونې مسوولين وايي، د بدخشان په پامير کې يې د سړک د پخولو چارې بشپړې کړې دي.
د ورېښمو لار چې افغانستان د چین له اقتصادي دهلېز سره نښلوي، د هېواد له مهمو اقتصادي پروژو څخه ده.
دغه سړک چې د واخجير دره له تاريخي لارې پيل او د چين او افغانستان تر صفري نقطې پورې رسېږي، ٥٠ کيلومتره اوږدوالی او اووه متره سور لري.
د واخان ولسوالۍ پامیرونه چې له کلونو راهیسې له پاخه سړکونو بې برخې دي، د ورېښمو لارې د بیارغونې هرکلی کوي.
دوی وايي که پخوا په څلورو ورځو کې سفر کاوه اوس په څلور ساعتونو کې سفر کولای شي.
د دغه سړک د جوړولو چارې د تېر حکومت له خوا پيل شوې او د روان کال په اګست مياشت کې بشپړې شوې او لا هم کار روان دى.