فاکس نیوز راپور ورکړي، چې امریکايي سناتور مایک بران د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه لیک کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د بندولو غوښتنه کړې ده .
یادې رسنی زیاته کړې، چې دا غوښتنه یې ځکه کړې، چې شونې ده، د امریکا نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته د اسلامي امارت لاس ته ورغلي وي. له دې وړاندې سیګر چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو څارنه کوي، ویلي یې وو، چې د بهرنیو چارو وزارت دوه دفترونه په دې نه وو توانیدلي، چې له افغانستان سره د امریکا د ۲۹۳ میلیونو ډالرو مرسته پیدا کړي.
د فاکس نیوز خبرپاڼه زیاتوي: «مایک بران بلینکن ته په یوه لیک کې ویلي، چې د سیګر لخوا راپور شوی نظارت د اندیښنې وړ دی او دا چې له افغانستان سره مرستې باید تر هغه وځنډول شي تر څو چې دا مسله حل نشي.»
په راپور کې ویل شوي، چې امریکا د پخواني حکومت له ړنګېدو راهیسې له افغانستان سره تر ټولو لوی نړیوال مرسته کوونکی دی.
له بلې خوا، ځینې په دې باور دي چې افغانان تر بل هر وخت بشري مرستو ته اړتیا لري..
اسلامي امارت تل دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې بشري مرستې به په مستحقینو وویشل شي.