دا د مزارشريف د حيرتان ښار په نايب اباد سيمه کې څلورمه رېل پټلۍ ده چې له څو کلونو ځنډ وروسته بېرته فعاليت کوي.
د ټولګټو وزارت سرپرت محمد عیسی ثاني وايي، چې د اورګاډي د پټلۍ په پرانیستل کېدو سره به په دغه ولایت کې د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته شي.
د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بندر د پرانیستلو په موخه بلخ ته راغلی دی. هغه وايي، افغانستان د جغرافيايي او ستراتيژيک موقعيت له پلوه د منځنۍ اسيا د هېوادونو د نښلولو نقطه ده.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازي عمت الله ایرګاشیف او د بلخ والي محمد یوسف وفا د حيرتان-مزارشريف د رېل پټلۍ د نايب اباد بند د فعاليتونو بيا پيلېدل د سوداګريزو اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره ګټور بولي.
د حيرتان-مزارشريف ٧٥ کيلومتره اوږده پټلۍ د تېر کال په مارچ مياشت کې د يوه ازبکستاني شرکت له خوا د چاري پیل شوي.