د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ریپورټر «ریچارد بینت» په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو د استرالیا له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته د تاوان د ورکولو په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.
دغو کارپوهانو پرون (چهارشنبه، زمري ۱۷مه) په یوه ګډه اعلامیه د استرالیا له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو پر اساس دې په افغانستان کې د دوی لخوا د جنګي جرمونو قربانیانو ته تاوان ورکړي. په ۲۰۲۰م کال کې د اسټرالیایي قاضي پاول بریرټن لخوا د چمتو شوي راپور له مخې، اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د ماموریت پر مهال ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي. ملګري ملتونه وايي څلور کاله کېږي، اسټرالیا منلې چې تاوان ورکوي خو له وژنو ۱۲ کلونه تېرېږي. د ملګرو ملتونو کارپوهان په داسې حال کې په افغانستان کې د جنګي جرمونو قربانیانو ته د تاوان پر ورکولو ټینګار کوي، چې د استرالیا حکومت د روان کال په جولای میاشت کې داسې میکانیزمونه په اجنډا کې اچولي وو چې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکړې بهیر به اسانه کړي.خو د ملګرو ملتونو کارپوهان په دې باور دي چې د استرالیا حکومت دا ډول میکانیزم د خپل پوځ په خوښه چمتو کړی، نه د قربانیانو د قانوني حق په توګه.