د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د نشهیي توکو د قاچاق د دوام په اړه نوی راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت یو اساسي اقدام له نشه یي توکو سره جدي او قاطع مبارزه ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، په افغانستان کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ له فرمان وروسته، یاد وزارت له نشهیي توکو سره مبارزه په خپل لومړیتوب کې ځای کړې او د له منځه وړلو لپاره یې عملي اقدامات پیل کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو لسيزو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د زياتې بوديجې له ځانګړې کولو سره سره، په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد لا هم ډېر شوى او هېواد د نشهیي توکو د قاچاق په مرکز بدل شوى دى.
په همدې حال کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره کتلي. په دې کتنه کې داوړو لوریو د افغانستان پر روان سیاسي او اقتصادي وضعیت او له نشهیي توکو سره د مبارزې په لارو چارو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، اسلامي امارت په تیرو دریو کلونو کې د نشه یی توکو پر وړاندې د پام وړ مبارزه کړې او په هیواد کې د نشه یي توکو قاچاق صفر ته رسیدلی دی.