د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وایي، چې تېر کال د هېواد په کچه د وګړو سرشمېرنه شوې، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی، چې ۱۸.۲ میلیونه یې نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي.دغه راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تیر یوه کال د لاستهراوړنو په خبري ناسته کې ویلي؛ تېر کال یې ۳ میلیونه او ۲۶۵ زره او ۶۰۰ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي، چې د مخکیني کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي. دغه اداره زیاتوي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې ۷.۸ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي، خو د دې بهیر له پیله تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شویو برېښنایي پېژندپاڼو کچه بیا ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.